د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې کثیرالرشتوي لېسې په نوم تأسیس شو چې وروسته يې په ۱۴۰۱ هجرې لمریز کال کې کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه د عمومي کرنې او وترنرۍ په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ ودانۍ (۷) درسی او ادارې خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګه (عمومي کرنه او وترنري) لري، چې (۱۱۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۱۴) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.