د بلخ ولایت کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ

د بلخ ولایت کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ په ۱۳۶۶ هجرې لمریز کال کې د کیمیاوي ټکنالوژۍ لېسې په نوم تأسیس شوه چې په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې انسټيټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه د ساختمان، برښنا، ماشین افزار، د تیل او ګازو تصفیه کولو ټکنالوژي، تکنالوژی سنتیز مواد غیرعضوی، خیاطي په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ ولایت کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ (۳) پوړیزه ودانۍ چې (۱۶) درسي او ادارې خونې او (۶) د لیلیې خونې، (۱) باب پخلنځی او همدارنګه (۱) باب طعام خونه لري.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ ولایت کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۲۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۶) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ ولایت کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ کې (۱۲) تن نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه نارینه او (۲) تنه ښځینه استادانې لري.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۶) څانګې (ساختمان، برښنا، ماشین افزار، د تیل او ګازو تصفیه کولو ټکنالوژي، تکنالوژی سنتیز مواد غیرعضوی، خیاطي) لري، چې (۲۸۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بلخ ولایت کیمیاوي ټکنالوژۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز لابراتوار او همدارنګه د برښنا او ماشین په څانګو کې (۲) بابه مجهز ورکشاپونه لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۲۸۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.