د بلخ ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ

د بلخ  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۵۵ هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شوه او په ۱۳۸۸ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه د عمومي کرنې، وترنري علوم او هارتیکلچر په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ (۸) ودانۍ لري چې (۲۴) درسی او ادارې، (۷۶) د محصلینو او زده کوونکو لپاره د اوسیدو خونې او همدارنګه د اوبو، برښنا او زرغونې ساحې له امکاناتو هم برخمن دی.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۴۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۲۷) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې (۲۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول (۱۹) تنه نارینه او (۸) ښځینه استادانې دي .

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، وترنري علوم او هارتیکلچر) لري، چې (۲۸۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بلخ  ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۴) بابه مجهز لابراتوارونه او همدارنګه  (۱) باب مجهز حیواني کلینیک هم لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۲۸۲) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.