د بلخ ولایت د انجینرۍ انسټیټوټ

د بلخ  ولایت د انجینرۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۶ هجرې لمریز کال کې تأسیس شو د واسپنې کانګریټ، د فلزي عناصرو معماری او الکترونیک په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ  ولایت انجینرۍ انسټیټوټ دری ودانۍ لري چې تدریسي ودانۍ یې (۱۶) درسي او اداري خونې او دوه د لیلیې ودانۍ چې (۳۴) د اوسیدو خونې او همدارنګه اوبو، برښنا او زرغونې ساحې له امکاناتو برخمن دی.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د انجینرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۰) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د انجینرۍ انسټیټوټ کې (۱۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي .

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (واسپنې کانګریټ، د فلزي عناصرو معماری او الکترونیک) لري، چې (۱۱۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بلخ  ولایت د انجینرۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره د برښنا او ساختمان په څانګو کې (۳) بابه مجهز ورکشاپونه او همدارنګه د رسم التخنیک (۱) باب درسي ټولګي هم لري. 

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۱۹) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.