د بلخ ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د بلخ  ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د لېسې په نوم  تأسیس شو د ساختماني انجینري، برښنا انجینري، کمپیوتر ساینس او استاد شاگردي (خیاطي) په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بلخ  ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ دری پوړیزه ودانۍ چې (۳۴) درسی او ادارې خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۳۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۲۲) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۶) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۲۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول (۱۲) تنه نارینه او (۱۰) ښځینه استادانې دي .

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګه (ساختماني انجینري، برښنا انجینري، کمپیوتر ساینس او استاد شاگردي (خیاطي)) لري، چې (۳۷۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بلخ  ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه د برښنا په څانګه کې (۱) باب مجهز ورکشاپ هم لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۳۷۹) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۰۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.