د بغلان ولایت پلخمری ښځینه اداره او تجارت مسلکي انسټيټوټ

د بغلان ولایت پلخمری ښځینه ادارې او تجارت مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د تجارت مسلکي لېسې په نوم تاسیس شو چې وروسته بیا په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه اداره او تجارت، اداره او مدیریت او خیاطۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت پلخمری ښځینه ادارې او تجارت مسلکي انسټيټوټ دوه پوریزه ودانۍ (۱۶) درسي او اداري خونې لري. سولري  او ښاري برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت پلخمری ښځینه ادارې او تجارت مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۵) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۰) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په یاد انسټيټوټ کې (۱۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې (۲) تنه نارینه استادان او (۸) تن ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (اداره او تجارت، اداره او مدیریت او خیاطي) لري، چې (۱۳۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بغلان ولایت پلخمری ښځینه ادارې او تجارت مسلکي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.