د بغلان ولایت پلخمري میخانیکي انسټیټوټ

د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ میخانیکي انسټیټوټ په ۱۳۵۷ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي لېسې په نوم تأسیس چې وروسته بیا په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، د موټرو ترمیم او د برښنا انجینرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت پلخمری ولسوالۍ میخانیکي انسټيټوټ دوه پوریزه ودانۍ ( ۱۲) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت پلخمری ولسوالۍ میخانیکي انسټيټوټ په ټوله کې (۳۱) تنه کارکوونکي لري، چې (۲۰) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۸) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت پلخمری ولسوالۍ میخانیکي انسټيټوټ کې (۲۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (د موټرو ترمیم او برښنا انجینري) لري، چې (۱۶۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بغلان ولایت پلخمری ولسوالۍ میخانیکي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه (۲) بابه د برښنا او موټرو د ترمیم مجهز ورکشاپونه هم لري.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت پلخمری ولسوالۍ میخانیکي انسټيټوټ کې (۱۶۴) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.