د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د مسلکي لېسې په نوم تاسیس شو چې وروسته په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه،د عمومي کرنې، وترنرۍ، اداره او تجارت او خیاطۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ دوه پوریزه ودانۍ (۱۰) درسي او اداري خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۵) تنه کارکوونکي لري.چې (۱۱) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۱) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (عمومي کرنه، وترنري، اداره او تجارت او خیاطي) لري، چې (۳۲۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۳۲۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.