د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تاسیس شوی چې د ادارې او مدیریت، ادارې او تجارت، بانکدارۍ، محاسبې او خیاطۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ  انسټيټوټ دوه پوریزه ودانۍ (۱۲) درسي او اداري خونې لري. سولري  او ښاري برښنا، اوبه، زرغونه ساحه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري، چې (۸) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ  انسټيټوټ کې (۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (اداره او مدیریت، اداره او تجارت، بانکداري، محاسبه او خیاطي) لري، چې (۲۲۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ  انسټيټوټ کې (۲۲۳) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۷) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.