د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د ادارې او مدیریت، ادارې او تجارت او د عمومي کرنې په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ چې (۱۰) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه، زرغونه ساحه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري، چې (۷) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۷) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، اداره او مدیریت او اداره او تجارت) لري، چې (۳۵۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۳۵۴) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۱) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.