د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ

د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شو، چې بیا په ۱۴۰۰ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه. چې د عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ ودانۍ (۸) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۹) کارکوونکي لري، چې (۵) استادان، (۳) ادارې کارکوونکي او (۱) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګې (عمومي کرنه) لري، چې (۱۰۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ کې (۱۰۹) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۲) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.