د بغلان ولایت خوست او فرهنګ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د بغلان ولایت خوست او فرهنګ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ چې د یاد ولایت په خوست او فرهنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري. په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د عمومي کرنې او برښنا انجینرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت خوست او فرهنګ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ (۷) درسي او اداري خوني لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت خوست او فرهنګ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري، چې (۴) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت خوست او فرهنګ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (عمومي کرنه او برښنا انجینري) لري، چې (۱۲۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت خوست او فرهنګ  ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۲۵) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.