د بغلان ولایت خنجانو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د بغلان ولایت خنجانو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې د مسلکي لېسې په نوم  تاسیس شوه چې بیا په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه د عمومي کرنې، اداره او تجارت، اداره او مدیریت، کمپیوټر ساینس، برښنا انجینرۍ او  ساختماني انجینرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت خنجانو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ (۱۶) درسي او اداري خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت خنجانو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۲۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۵) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۶) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت خنجانو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۶) څانګې (عمومي کرنې، اداره او تجارت، اداره او مدیریت، کمپیوټر ساینس، برښنا انجینري او  ساختماني انجینرۍ) لري.چې (۵۰۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت خنجانو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۵۰۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.