د بدخشان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوت

د بدخشان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې د تأسیس شوی چې د برښنا، موټرو ترمیم، ادراې او مدیریت، کمپیوټر ساینس (خیاطی)  په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوت د ودانۍ په رغونه باندې کار روان دی چې د رغونې چارې یې ۵۰ سلنه بشپړ شوی یاد انسټيټوټ اوس مهال په یوه کرایې ودانۍ کې چې (۱۶) خونې لري خپلي تدریسي او اداري چارې مخ نه وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۶) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک د بدخشان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوت کې (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۳) تنه نارینه او همدارنګه (۳) تنه ښځینه استاداني دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (برښنا، موټرو ترمیم، ادراه او مدیریت، کمپیوټر ساینس او خیاطي) لري، چې (۷۵۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

لابراتوار: د بدخشان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټوت د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۴) باب مجهز لابراتوارونه هم لري.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۷۵۹) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۶۷) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.