د بدخشان ولایت د یفتل سفلي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوت

د بدخشان ولایت د یفتل سفلي ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شو چې وروسته په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال انسټيټوټ دروې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د د برښنا او عمومي کرنې په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت د یفتل سفلي ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت (۳) جریبه ځمکه لري چې تر اوسه پورې پکې ودانۍ نه ده اعمار شوې اوسمهال په یوه کرایې ودانۍ کې چې (۷) خونې لري خپلې ادارې او تدریسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت د یفتل سفلي ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تن استاد، (۲) تن ادارې کارکوونکی او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي او پاتي دې نه وي چې یاد انسټیټوټ (۵) تنه حق الزحمه استادان هم لري.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت د یفتل سفلي ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت کې (۹) تنه رسمي او حق الزحمه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (برښنا او عمومي کرنه) لري، چې (۱۹۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۹۱) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۱) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.