د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې د موسیقي لېسې تأسیس شوی چې د سیاسي تحول وروسته ذکر شوې څانګې ادامه پيدا نکړه او د کمپيوټر ساینس څانکې په ایجادولو سره په ۱۴۰۰ هجرې لمریز کال انسټيټوټ دروې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت ځانکړې ودانۍ نه لري د یاد ولایت د ښوونې او روزنې ریاست په یوه ودانۍ کې چې (۳) خونې لري خپلې ادارې او تدریسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ټوله کې (۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۱) تن استاد، (۱) تن ادارې کارکوونکی او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي او پاتي دې نه وي چې یاد انسټیټوټ دوه تنه حق الزحمه استادان هم لري.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت کې (۳) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (کمپیوټر ساینس) لري، چې (۳۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۳۲) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۴) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.