د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت په (۱۳۷۵) هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شوه چې بیا په (۱۳۸۹) هجرې لمریز کال کې انسټیټوت دروې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې، بڼوالی او وترنرۍ په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت دوه پوړیزه ودانۍ لري، د (۲۰) ادارې او تدریسي خونو په درلودلو سره زده کوونکو او زده کړیالانو ته پکې زده کړې ورکوي او همدارنګه په یاده ودانۍ کې اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت په ټوله کې (۲۲) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۶) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت کې (۱۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۱۵) تنه نارینه او همدارنګه (۱) تنه ښځینه استاده دی.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنه، بڼوالي او وترنري) لري، چې (۱۳۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د کرنې او ترنرۍ انسټیټوت د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز لابراتوار، (۱) باب مجهز ورکشاپ او همدارنګه (۱) باب مجهز کمپیوټر لب هم لري.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۳۲) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۳) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.