د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوت

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوت په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې د تأسیس شوی چې د ادراې او مدیریت او د ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوت دوه پوړیزه ودانۍ لري چې په یاده ودانۍ کې (۱۳) تدریسي او اداري خوني دي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوت په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوت کې (۱۱) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه نارینه او همدارنګه (۱) تنه ښځینه استاده ده.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (اداره او مدیریت او اداره او تجارت) لري، چې (۶۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۶۰) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۲) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.