د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت

د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شو چې په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې د انسټیټوټ کچې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې او برښنا په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت دری جریبه ځکمه لري چې په ذکر شوې ځمکه باندې د یاد انسټیټوټ لپاره د ودانۍ د جوړولو  (۸۰٪) چارې بشپړ شوې دي، چې اوس مهال په یوه کرایې ودانۍ چې (۷) خونې لري خپلي تدریسي او اداري چارې مخ نه وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۴) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوت کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۳) تنه نارینه او همدارنګه (۱) ښځینه استاده ده.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (عمومي کرنه او برښنا) لري، چې (۱۵۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۵۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۸) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.