د اکمال تخصص انسټیټوټ لنډه پېژندنه

د کابل ښار اکمال تخصص انسټیټوټ په ۱۳۹۷ کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې د مشرتابه له خوا  د دغه ادارې د استادانو او اداري او تدریسي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه تاسیس شو. دغه  روزنیز مرکز د  ادارې د استادانو د ظرفیت د لوړولو دنده پر غاړه لري.

لومړنې معلومات:

یاد انسټیټیوټ دری ودانۍ لري. چې تدریسې  ودانۍ یې (۲۹) درسي خونې د مېلمستون ودانۍ (۵۴) د خوب خونې چې په قالینو، توشکو، کمپلو، بالښتونو، او د مطالعې په میز او چوکیو او سربیره پر دې هره ودانۍ (۱) باب مجهز پخلنځی لري چې د اوبو رسولو سیسټم، ګازي منقل او ارکنډیشن سیسټم باندې سمبال دي او همدارنګه د طعام خورې ودانۍ چې په یو وخت کې (۱۰۰) کسان د خدمت کولو ظرفیت لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار اکمال تخصص انسټیټوټ په ټوله کې  (۲۰) تنه کارکوونکي لري چې (۱۰) تنه استادان، (۸) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

 په یاد انسټيټوټ کې (۱۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه (۸) تنه یې نارینه او (۲) تنه یې ښځینه استادانې دي.

کتابتون او کمپيوټر لب:

د کابل ښار اکمال تخصص انسټیټوټ انټرنټ، سرور او پروجیکټر سیسټم په درلودلو سره یو باب مجهز کمپیوټر لب، یو باب مجهز کتابتون چې د موټر، کمپيوټر، ساختمان، برښنا، ادارې او حسابدارۍ او کرنې په برخو کې کتابونه لري.

د تحنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

یاده اداره د بشري ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.