د ادارې او حسابداری انسټیټوټ

د کابل ښار ادارې او حسابداری انسټيټوټ چې په ۱۳۳۶ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی، د محاسبې، بانکداری، اداره او منجمنټ، اداره او تجارت او اداره او اقتصاد په څانګو کې له (۱۳) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ ودانۍ چې (۲۹) درسي او ادارې خونې لري. چې برښنا، اوبه، شنه ساحه او همدارنګه ورزشي میدان یې له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۱۲۹) تنه کارکوونکي لري چې له دې ډلې (۱۰۳) تنه استادان، (۷) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۹) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ کې (۱۰۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې (۵۷) تنه نارینه استادان او (۱۸) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (محاسبه، بانکداری، اداره او منجمنټ او اداره او تجارت) لري چې (۲۰۰۰) تنه زده کړیالان په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهزکمپیوټر لب لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.