د ادارې او تجارت جمهوریت انسټیټوټ پېژندنه

ادارې او تجارت جمهوریت انسټیټوټ چې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې موقعیت لري، په ۱۳۳۶ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د څلورم (۴) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې (لیسه او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار د ادارې او تجارت جمهوریت انسټیټوټ ودانۍ چې (۳۸) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه جمنازیم ورزشی ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار د ادارې او تجارت جمهوریت انسټیټوټ په ټوله کې (۷۵) تنه کارکوونکي لري، چې (۵۹) تنه استادان، (۶) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۰) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

 جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار ادارې او تجارت جمهوریت انسټیټوټ کې (۶۰)  تنه ښځینه استادانې د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې:

 یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (اداره و منجمنټ، اداره، اقتصاد، اداره و تجارت او استاد شاگردي) لري، چې (۱۳۵۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په زده کړو بوخت دی.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار ادارې او تجارت جمهوریت انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره  (۳) بابه مجهزکمپیوټر لب او همدارنګه (۱) باب مجهز لابراتوار هم لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مستقله اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.