د احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټیټوټ په اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۲ هجري لمريز کال کې تأسیس شوی چې د (محاسبې، بانکداری، اداره او منجمنټ، اداره او تجارت او کمپیوټرساینس او خارجي ژبو) په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکو په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ (۳۳) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۳۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۲۶)  تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۷) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۶) څانګې (محاسبه، بانکداري، اداره او منجمنټ، اداره او تجارت او کمپیوټرساینس او خارجي ژبي) لري چې (۶۶۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲۶) تنه استادان تدریس چارې مخ وړي، چې له دې جملې (۲۴) تنه نارینه استادان او (۲) تنه ښځينه استادانې دي.

بدل اعاشه:

د کابل ښار احمد شاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۶۶۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۷) د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل او (۵۰) تنه نور یې په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېوادوالو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.