تخنیکي او مسلکي مرکزونو کې نوښت؛ د تخار تخنیکي انسټیټوټ د یوه زده کړیال موټر جوړ کړی

حيات الله چې د تخار ولايت تخنيکي انسټیټوټ د نوښتګرو زده کړیالانو له ډلې څخه دى، د "جيف آهو" ډوله موټر په جوړولو بريالى شوى دى.

 دغه موټر د تخار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا په جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.

د دغه موټر په جوړولو ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.

 د موټر جوړونکی حيات الله وايې، که يې ملاتړ وشي او خام مواد ورته برابر شي، نو د هر ډول موټرو په جوړولو کې به له نړيوالو فابريکو سره سيالي وکړي.

 تخار اوسیدونکو د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ غوښتنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز جوړ کړ.

 تر اوسه په دغه مرکز کې یو سپورټي موټر  کارونه بشپړ او په لسګونه نوښتونه ثبت شوي دی.

د موټر د ویډیو لینک : https://youtu.be/ZSg3wxMP2SY

ساخت موتر