برښنايي بخارۍ

د لوګر ولایت د میخانیکي عالي لېسې زده کوونکی له لومړنیو امکاناتو څخه په استفادې د برښنایي بخارۍ جوړه کړه. دوی وايي، چې د دغه بخارۍ له جوړولو څخه يې موخه په ارزانه بيه د کورنيو وسايلو برابرول دي.

د دغه برښنایی بخارۍ چوکاټ د دوه تیلو پایپونو څخه جوړ شوی او درې عناصر یې دننه نصب شوي.

په دغه برښنایی بخارۍ 150 افغانۍ لګښت ترسره شوي دی. پداسې حال کې چې په بازار کې دا ډول برښنایی بخارۍ په 1700 افغانۍ پلورل کیږي.

د نوښتګرو، ماهر او متخصص کاري ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مهمو موخو څخه دي.

د ویډیو لینک:https://youtu.be/9jrUfMFLyHk