برقی پوځی موټر جوړول

ښاغلی عبدالهادي خان د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ د ميخانيکي لېسې يو فعال محصل دی، داسې برقي پوځي موټر جوړ کړی چې له ريموټ کنټرولېږي. دا موټر له سل مترو لرې کنټرولېدای شي او پر سر یې وسله هم نصب شوې ده. د دې موټر وسله په څلورو لورو کې د ګرځولو او ډزو کولو وړتیا لري.

د دې موټر جوړوونکی عبدالهادي د پکتیا زرمت ولسوالۍ د میخانیکي لېسې برېښنا انجینري دولسم ټولګي زده کوونکی دی. هغه د دې موټرو لپاره یو فارمول هم جوړ کړی چې نور خلک کولی شي د فارمول څخه په ګټه اخیستنه ورته بریښنایی موټر جوړ کړي.

برقی پوځی موټر