بدخشان ولایت د یاوان راغ د کرنې مسلکي انسټيټيوټ

د بدخشان ولایت د یاوان راغ ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټیوټ په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د لیسې په کچه تاسیس شو او په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې انسټيټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

اساسي معلومات:

دا انسټيټيوټ (۷) جریبه ځمکه لري، چې تر اوسه یې ودانۍ جوړه شوې نه ده او په کرایي تعمیر کې په  (۱۱) درسي او اداري ټولګیو کې خپل تدریسي چارې پرمخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات:

د بدخشان ولایت د یاوان راغ ولسوالۍ د کرنې مسلکي انستیتوت په ټوله کې (۹) تنه رسمي کارکوونکي لري، چې (۵) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي او همدارنګه (۲) تنه حق الزحمه استادان هم لري.

د جنسیت له مخې د استادانو د تفکیک عمومي معلومات:

دا انسټیټیوټ (۷) رسمي او حق الزحمه‌ئی استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټيوټ (۱) څانګه (عمومي کرنې) لري او ۱۳۱ تنه محصلین په دې څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه :

د بدخشان ولایت د یاوان راغ ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټیوټ ۱۳۱ محصلین لري چې له دې جملې څخه ۱۵ تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

لابراتوار:

دا انسټيټیوټ د خپلو محصلینو او متعلمینو د عملي روزنې لپاره یو باب مجهزلابراتوار لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.