بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوت

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوت په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې د لېسې په کچه تأسیس شوه چې د ۱۳۹۵ هجرې لمریز کال انسټيټوټ دروې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوت (۲۰) جریبه ځمکه او همدارنګه یو (۲) پوریزه ودانۍ چې په هغه کې خپلې ادارې او تدریسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوت په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۷) تن استاد، (۱) تن ادارې کارکوونکی او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي او پاتي دې نه وي چې یاد انسټیټوټ (۱) تن حق الزحمه او همدارنګه (۱) تن خدمتي استادان هم لري.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوت کې (۹) تنه رسمي او حق الزحمه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومې کرنه) لري، چې (۱۸۷) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۸۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

تجهیزات: یاد انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز لابراتوار هم لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.