بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټیوټ په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د لېسې په کچه تاسیس شو او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې انسټيټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه چې د عومومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې (د لېسې او انسټيټوټ دوره) کې زده کوونکو او زده کړیالانو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کوي.

اساسي معلومات:

دا انستیتیوت (۵) جریبه ځمکه لري، چې تر اوسه یې ودانۍ جوړه شوې نه ده او په کرایي تعمیر کې په (۸) درسي او اداري ټولګیو کې خپل روزنیزې چارې فعالیتونه پرمخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات:

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۶) تنه رسمي کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدمتي کارکوونکي او همدارنګه (۵) تنه حق الزحمه استادان لري.

د جنسیت له مخې د استادانو د تفکیک عمومي معلومات:

دا انسټیټیوټ (۷) رسمي او حق الزحمه‌ استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

 دا انسټيټوټ (۱) څانګه (عمومي کرنې) لري او ۱۲۳ تنه محصلین په دې برخه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه :

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ ۱۲۳ تنه محصلین لري چې له دې جملې څخه ۱۴ تنه یې د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.