غل نیوونکی وسیله
د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ یوه زده کوونکی محمد مهران د محمد امین زوی، لخوا چې د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ الکترونیک څانګې د لسم ټولګي یو زده کوونکی د "غل نیوونکی" وسیله جوړه کړې ده.
هغه وايي چې دا وسیله د ځایونو د ساتنې لپاره ګټوره ده.
محمد مهران خپل نوښت نندارې ته وړاندې کړ او د لیدونکو لخوا وستایل شو.
د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدين هم دغه الارم وسيله له نږدې وليده او نور زده کوونکي يې هم د نوښت او ابتکار کولو ته وهڅول.
د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ نوښتګر زده کوونکي او زده کړیالان لري.
حشمت الله چې د بلخ د نفتو او ګازو انستيتوت د موټرو تخنیک له څانکې څخه فارغ شوی دی، شپږ ټايره موټر یې هم جوړ کړی دی.