د ایران د اسلامي جمهوریت د آزاد پوهنتون له چارواکو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشرې، میرمن ندیمه سحر لیدنه

media_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۴:۳۱
tvet22

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  مشری میرمن سحر د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي آزاد پوهنتون له چارواکو سره په خپل دفتر کې وکتل.

پدې ناسته کې، د نړیوال اسلامی ازاد پوهنتون د مرستیال سلاکار ډاکټر علي رضا رجایی، د افغانستان اسلامي آزاد پوهنتون رئیس ډاکټر علی صادقي، ښاغلی ډاکټر سید باقر محمدي د یاد پوهنتون علمی چارو مرستیال، ډاکټر حمید تقی آبادی ددې پوهنتون ادارې او مالی مرستیال، او ډاکټر محمد اقبالی تیموري د افغانستان  اسلامی آزاد پوهنتون اداري مدیر حضور درلود.

پدې غونډه کې په افغانستان کې د کار بازار اړتیاوو څیړلو په اړه، د نصاب بډایه کول او د بازار د غوښتنو سره سم تنظیم کول، د مسلکي انسانی پانګو تولید، د مسلکي او حرفوی انسانی پانګو تولید، دښوونکو د تخصصی او علمی ظرفیت وده او تخنیکي او مسلکي زده کړی په بشپړ ډول تر بحث لاندې ونیول شوې.

د نړیوال اسلامي آزاد پوهنتون  سلاکار ډاکټر علي رضا رجایی وویل: موږ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پورتنیو او   او نورو  برخو څیړلو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری  سره همکارۍ ته چمتو یو.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر، چې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت پراختیايي موخو د دې پوهنتون چارواکو ته تشریح کولی، وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړې کیفیت لوړول، د انساني پانګو تولید، د بیوزلۍ کمول، د دندې اسانتیا او د کار بازار څیړل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو او ستراتیژیکو موخو او د افغانستان اسلامی جمهوري دولت له لومړیتوبونه څخه دي.

اغلې سحر د نړیوال اسلامي آزاد پوهنتون د چارواکو د همکارۍ وړاندیزونو د ستاینې پرمهال وویل د دې دفتر تعلیمي برنامې د ایران د  اسلامي جمهوریت د تخنیکی او مسلکي زده کړو سره خورا ورته والی لری.

له همدې امله ، موږ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ستاسو د همکاریو وړاندیزونو ته ښه راغلاست وایو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS