د هېواد د ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د قرآن کریم د حسن قرائت د سیالیو وروستۍ مرحله ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۴

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د روشندلانو انسټیټوټ، د لوړو زده‌کړو وزارت اړوندو پوهنتونونو او د پوهنې وزارت اړوندو دیني مدرسو د محصلینو او زده کوونکو ترمنځ د قرآن کریم د حسن قرائت د سیالیو وروستۍ مرحله نن د ارګ په سلام‌خانې ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو مقاماتو او مسئولینو، د ښوونیزو بنسټونو استازو او یو شمېر استادانو او د سیالۍ ګډونوالو ګډون کړی وو.

په دې قرآني سیالۍ کې د هېواد له بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو څخه یو شمېر محصلینو او زده کوونکو د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره سیالي وکړه او د حسن قرائت په برخه کې یې خپلې وړتیاوې وښودې.

د دې پړاو د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د متعلمینو او محصلینو چارو رئیس، استاد رفیع‌الله حبیبي، د پروګرام د ترسره کېدو د بهیر د شفافیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له ۴۵ تنو حافظانو څخه ۶ تنه د سیالیو وروستۍ مرحلې ته بریالي شوي دي.

استاد حبیبي زیاته کړه چې د دې پروګرام موخه د قرآني فرهنګ ترویج، د ځوان نسل هڅول د قرآن کریم د زده‌کړې او تلاوت لپاره او د هېواد د ښوونیزو بنسټونو د محصلینو او زده کوونکو ترمنځ د سالمې سیالۍ د فضا رامنځته کول دي.

د غونډې په دوام کې د حج او اوقافو د ارشاد محترم وزیر، شیخ نورمحمد ثاقب، د دې پروګرام د ترسره کېدو له امله مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل چې قرآن کریم الهي معجزه او د بشریت لارښود دی.

د حج او اوقافو محترم وزیر همدارنګه وویل چې قرآن کریم د اسماني کتابونو په منځ کې یو بشپړ کتاب دی او د ژوند ټولې چارې پکې بیان او تشریح شوې دي.

د سیالۍ مسئولینو د دیني او قرآني زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې ډول پروګرامونو ترسره کول یې د استعدادونو د ودې او د ځوانانو د قرآن کریم د زده‌کړې او د هغه د لارښوونو د عملي کولو لپاره د هڅونې په برخه کې اغېزناک وبلل.

د پروګرام په پای کې د پایلو د اعلان پر مهال، د ریاست‌الوزراء مقام د محصلینو او ځوانانو د لا زیاتې هڅونې په موخه د دې سیالۍ ۶ مخکښو ګډونوالو ته نغدي جایزې او ډالۍ هم ورکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS