د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل
نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د روسیې د آلتای پوهنتون مرستیال یوګني ویکتوروویچ کایګورودوف او همدارنګه په افغانستان کې د روسیې د علومو او کلتور د مرکز رئیس سرګي استوپاچوف هم ګډون درلود.
د دې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د تخنيکي او ښوونیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا وبلل شوه.
په ناسته کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د مخینې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د آلتای پوهنتون مرستیال څرګنده کړه چې روسیه چمتو ده چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
د آلتای پوهنتون مرستیال همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو استاذانو او زدهکوونکو ته روسیې هېواد ته د علمي سفرونو زمینې برابرولو ډاډ هم ورکړ.
د ناستې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې محترم رئیس د افغانستان او روسیې ترمنځ علمي همکارۍ مهمې وبللې او د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا هرکلی یې وکړ.
د یادونې ده چې په دې لیدنه کې الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې هیواد پلاوي ته ډالۍ هم ورکړې، او دواړو لورو ژمنه وکړه چې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به دا ډول ناستې نور هم دوام کوي.
