د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ.

د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ اغېزمنه همغږي رامنځته شي تر څو د کار بازار د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مسلکي او ماهر کدرونه وروزل شي.

د کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رئیس محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د ا.ا.ا یو شمېر مسؤلینو او د خصوصي سکتور نمایندګانو ګډون او وینا وې وکړې.

په پیل کې ښاغلي شهامت د کنفرانس د پرانیستې په وینا کې وویل: د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د ستراتیژیکو همکاریو پراختیا کنفرانس کوم تشریفاتي پروګرام نه بلکې د هېواد لپاره یوه ملي، اقتصادي او پراختیايي اړتیا ده! نوموړي زیاته کړه چې تخنیکي او مسلکي زده ‌کړې هغه مهال اغېزمنې او ګټورې تمامېږي، کله چې په مستقیم ډول د کار بازار له واقعي اړتیاوو سره وتړل شي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رئیس څرګنده کړه چې د تعلیمي بنسټونو او خصوصي سکتور ترمنځ واټن د بېکارۍ، د کاري ځواک د مهارت د کمزورۍ او اقتصادي وابستګۍ له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي او دا کنفرانس د همدغه واټن د راکمولو او د زده ‌کړو او تولید ترمنځ د منظمې اړیکې د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

نوموړي همداراز وویل چې نننۍ نړۍ د داسې یوه پياوړي اقتصاد پر لور روانه ده چې مهارت، تخصص او عملي وړتیا ځای پکې نیولی دی.

د هغه په وینا؛ په همدغو شرایطو کې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو اداره ځان مکلف ګڼي چې د کار بازار د واقعي اړتیاوو له مخې تعلیمي نصابونه بیا وارزوي، زده‌ کړې له نظري بڼې عملي او مهارت ‌محورې کړي او د بشري ځواک د روزنې په برخه کې له خصوصي سکتور څخه د یوه اساسي شریک په توګه ګټه واخلي.

محترم مولوي غلام حیدر شهامت د خصوصي سکتور د رول پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: خصوصي سکتور یوازې د کاري ځواک مصرفوونکی نه؛ بلکې د اقتصادي پراختیا، د کارموندنې د رامنځته کولو او د مهارت د لېږد په برخه کې د دولت ستراتیژیک شریک بلل کېږي.

د خصوصي سکتور له فعال ګډون پرته زده ‌کړې نیمګړې پاتې کېږي او له ماهر بشري ځواک پرته هم دوامدار تولید او پانګونه ناشوني وي.

نوموړي د کار بازار د واقعي اړتیاوو پېژندنه، د تعلیمي بنسټونو او خصوصي سکتور ترمنځ د منظمې همکارۍ میکانېزم رامنځته کول، د نصابونو په ترتیب، پلي کېدو او ارزونه کې د خصوصي سکتور عملي ګډون او همدارنګه د کارآموزۍ، کارموندنې او د کار پر مهال د زده‌ کړو د پروګرامونو پراختیا د دغه کنفرانس له اساسي موخو وبللې.

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې رئیس زیاته کړه: دوامداره پراختیا پرته له ماهر بشري ځواک څخه ممکنه نه ده او ماهر بشري ځواک هم پرته له هدفمندې، عملي او له کار بازار سره همغږې زده ‌کړې څخه امکان نه لري.

نوموړي وویل: دا یوه کړۍ ده؛ که د دې کړۍ له حلقو څخه یوه کمزورې شي نو ټول نظام زیانمنېږي.

نوموړي د ا.ا.ا د اقتصاد محور سیاستونو په یادونې سره وویل چې اسلامي نظام پر اقتصادي ځان‌بساینې، د کورني تولید پر پیاوړتیا او د وابستګۍ پر کمولو ټینګار لري او د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو اداره په همدې لاره کې ځان مسؤل، ځواب ‌ویونکی او ژمن ګڼي.

د یاد کنفرانس په دوام کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي شهاب‌الدین ثاقب او د بېلابېلو ادارو او بنسټونو یو شمېر نورو مسؤلینو هم ویناوې وکړې؛ دوی د خصوصي سکتور لپاره د ماهر کاري ځواک د برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رول مهم او ارزښتناک وباله او د دواړو لوریو ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

همداراز یو شمېر سوداګرو، د صنعت خونې استازو او د شرکتونو مشرانو د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې سره د همغږۍ د کنفرانس جوړېدل یو ارزښتناک اقدام وباله او څرګنده یې کړه چې دا ډول کنفرانسونه معنا لرونکې اړیکې رامنځته کوي چې په پایله کې د خصوصي سکتور او ټولنې د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د یادونې وړ ده چې دا کنفرانس به سبا، د مرغومې په ۱۷مه هم دوام ولري او په ترڅ کې به یې د بېلابېلو سکتورونو استازي د ګډو موخو د ترلاسه کولو او د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS