د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو د برښنا په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۱۸

د میدان وردګو ولايت سیداآباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ولایت اړوند سب استیشن ته د علمي سفر په ترڅ کې د بريښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د علمي سفر په ترڅ کې زده کوونکو ته د سب استیشن اړوند تجهیزاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS