د فراه بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د کرنیزو محصولاتو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۰

د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د « کرنیزو محصولاتو» په هکله په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

استاد در درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د « بېلابیلو کرنیزو محصولاتو لکه جوارو او غنمو د راټولولو د څرنګوالي» په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ته لا پیاوړتیا ور په برخه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۴۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ولایتي آمریتونو له آمرینو او مسؤلینو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ آنلاین غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د دې ادارې اړوند ښوونیز مرکزونو کې د فعالیتونو د ښه والي په موخه، د ولایتي آمرینو او مسؤلینو سره آنلاین غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۰
Background image

د فراه بالابلوک ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د کرنیزو محصولاتو په اړه روزنه ورکړل شوه

د فراه ولایت اړوند بالابلوک ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د « کرنیزو محصولاتو» په هکله په عملي بڼه روزنه ورکړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیا ولایت «میرزکې» ولسوالۍ کثیرالرشتوی لیسې زده کوونکو په سیمه کې له یو حیواني کلینیک څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د «میرزکې» کثیرالرشتوي لیسې دولسم ټولګي زده کوونکو د یادې ولسوالۍ یو حیواني کلینیک ته د علمی سفر په ترڅ کې د بیلابیلو حیواني مرضونو په اړه روزنه ترلاسه کړه. لارښود استاد و. . .

BACK TO NEWS