د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د تخنیکي زده کړو مرکزونو څخه د څارنې دوام

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۳۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د خپل کتنو په دوام کې د تخار ولایت د مرکز اړوند د تخنیکي او کثیرالرشتوي انسټیټوټونو له وضعیت څخه لیدنه وکړه.

نوموړي او ورسره مل پلاوي یې په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزې او ننګونې له نېږدې څخه ولیدې، او د مالي او اداري چارو مرستیال د ستونزو د هواري او ننګونو ته د رسیدنې ژمنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخار ولایت یو شمیر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه هم د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل لخوا څیړل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS