د ودانیو نقشه کشۍ په برخه کې د پکتیکا ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۳۱
TVETA

د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني انجینرۍ څانګې محصلینو د ودانیو د نقشه کشۍ د معیاري طریقو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د ودانیو د نقشې ایستلو یا ترسیم کولو سمه طریقه په عملي ډول زده کړه، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

لارښود استاد د نقشه کشۍ په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فراغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل. . .

BACK TO NEWS