د فراه ولایت تخنیکي او مسلکی انسټیټوټ محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړو لړۍ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۰:۱۵

د روزنیزو دورو په ترڅ کې د عملي روزنو زده کړه له زده کوونکو سره د کار رغونې او د کار په بازار کې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د دې روزنو اهمیت ته په پام سره، د فراه ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د لسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره د یاد ښوونیز مرکز ورکشاپ ته په مراجعې سره د برقي مسلسل اتصال په برخه کې روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو د عملي زده کړو په جریان کې د عملي کارونو په ترسره کولو سره خپله پوهه زیاته کړه او خپلې پوښتنې او سوالونه یې هم له لارښود استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، په همدې اساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS