د تعلیمي نصاب پراختیا ریاست کارمندانو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۳۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون په همکارۍ، سره روزنیز پروګرام ترسره کړ.

دا پروګرام به په کابل کې د شپږو ورځو لپاره ترسره شي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب پراختیا ریاست یو شمېر کارشناسانو او متخصصینو پکې ګدون کړی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دکارکوونکو چارو ریاست د دې روزنیز پروګرام د ترسره کولو موخه د کارمندانو د پوهې پیاوړتیا عنوان کړې ده.

دغه راز د یاد پروګرام ګډونوالو ته د متمرکز او غیر متمرکز تعلیمي نصاب په اړه او همدارنګه د سر څپرکیو جوړولو او په تعلیمي نصاب کې د درسي موادو چمتو کولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکول کېږي.

ګډونوالو هم د دغه پروګرام د جوړیدو څخه قدرداني وکړه او له مسولینو یې وغوښتل چې یاد ښوونیز پروګرام ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۶
Background image

د فاریاب ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړو لړۍ

د روزنیزو دورو په ترڅ کې د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره د کار رغونې او د کار په بازار کې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. د دې روزنو اهمیت ته په پام سره، د فاریاب ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه ترسره شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکادمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه. د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۳۳
Background image

د تعلیمي نصاب پراختیا ریاست کارمندانو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون په همکارۍ، سره روزنیز پروګرام ترسره کړ. دا پروګرام به په کابل کې د شپږو ورځو لپاره ترسره شي، چې د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS