د میدان وردگ ولایت اړوند په چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې درې میاشتني لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پای ته ورسید

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۷

د میدان وردگ ولایت اړوند په چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې درې میاشتنی لنډ مهاله روزنیز پروګرام چې د یاد ښوونیز مرکز لخوا د ۲۲۰ تنه زده کوونکو لپاره پیل شوی و، پای ته ورسید.

د یاد ښوونیز پروګرام ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د مننې ترڅنګ د دغه پروګرام د بیا په لاره اچولو او دوام غوښتنه هم وکړه.

د دې ښوونیز پروګرام د ترسره کولو څخه موخه، ځوان نسل ته د تخنیکي زده کړو د زمینې برابرول او د نوموړو د پوهې کچې لوړول ویل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې يادو زده کوونکو د کمپیوټر، انګلسي ژبې، فزیک، د او ریاضیاتو په برخو کې د فراغت تصدیقونه ترلاسه کړي.

لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه دي، چې تر اوسه يې په سلګونو کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۰
Background image

د غزني د تخنیکي آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۰۰ تنه مجاهدینو د غزني د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د. . .

BACK TO NEWS