په خوست میخانیکي انسټیټوټ کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۰:۱۳

د خوست ولایت په میخانیکي انسټیټوټ کې د یاد ښوونیز مرکز د کارمندانو په همکارۍ د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.

ټاکل شوې ده چې دا پروسه به د راتلونکي کال تر وري «حمل» میاشتې پورې دوام وکړي، او د خوست میخانیکي انسټیټوټ شاوخوا ۱۲ جریبه ځمکه به په مثمر او غیرمثمره نیالګیو په کینولو سره سينګار شي.

د یوه نیالګي کینول، کولی شي د ککړتیا په له منځه وړلو او محو کولو کې اغیزمن رول ولوبوي، او سربیره پردې، دغه عمل ښکلا او سمسورتیا مینځ ته راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو او محصلینو ته غوره اکاډمیک او زده کړییز چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS