د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۰:۲۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د یادې ادارې د یو شمیر کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.

دغه پروګرام به ۴۵ ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې کارمندانو ته د کمپیوټر پروګرامونو لکه ورډ، ایکسل او وینډوز په اړه روزنه ورکړل شي.

د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلینو لخوا د دې روزنیز پروګرام د ترسره کولو موخه  په اداري برخو کې د کارمندانو د ظرفیت لوړول ویل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي ترڅو د روزنیزو سیمینارونو په جوړولو سره د دې ادارې د کارمندانو د پوهاوي کچه او ظرفیت لوړ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS