د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۰:۱۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت د اړوندو ریاستونو سره د همغږۍ ناسته د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د حرفوي زده کړو د تنظیم ریاست خپل عمده او اساسي فعالیتونه ګډونوالو ته تشریح کړل چې اوس مهال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې زده کوونکو ته د حرفوي زده کړو بېلابیل پروګرامونه په لاره اچولي دي او نوموړي په  خپلو زده کړو بوخت دي.

د ناستې په دوام کې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احساس د حرفوي زده کړو ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ چې حرفوي زده کړې د هېوادوالو په اقتصادي وده کې مهم رول لري نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې د حرفوي زده کړو په برخه کې باید لازمي پاملرنه وشي ترڅو هېوادوال له فقر او بې‌وزلۍ څخه خلاص شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS