په سرپل ولایت کې د برښنایي وسایلو ترمیم لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پرانیستل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۲۰

د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري د یاد ولایت د نفتو او ګازو په انسټيټوټ کې د برښنایي وسایلو د ترمیم لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو.

په دې پروګرام کې ۶۰ تنه محصلین ګډون لري، چې د درېیو میاشتو په موده کې به د برښنايي وسایلو د ترمیمولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړي.

د دغه ښوونیز پروګرام د ترسره کولو موخه په هېواد کې د پوهې د کچې لوړول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول دي.

دا په داسې حال کې ده چې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله سلګونه کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې په عملي توګه پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS