د نیمروز ولایت په محبس کې د سولر سیسټم لنډ مهاله ښوونیز کورس پېل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۲۲
TVETA

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د سولر سیسټم درې میاشتنی ښوونیز کورس د همدې ولایت په محبس کې پېل شو.

د سولر سیستم په پرانیست غونډه کې د نیمروز ولايت مرستيال، الحاج سيد سليمان اغا "بهير" محبس د اصلاح، پښيمانۍ او د جرم د ارتکاب ځای وباله او له بنديانو يې وغوښتل چې د دې کورس محتوا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همدا راز د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا دغه کورس د ٣ مياشتو لپاره د ٣٣ بنديانو لپاره جوړ شوى، چې د لمريزې برېښنا د سيسټم په اړه د مسلکي استاد لخوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو همدا راز د ياد کورس د جوړېدو موخه د بنديانو لپاره د کاري زمينې رامنځته کول ياد کړي دي.

په ورته مهال د دغه محبس بندیانو د سولر سیسټم د کورس له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  له مسؤولينو یې وغوښتل چې په دې برخه کې نور کورسونه هم جوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS