د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د ساختمان د لیول کارۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۲۸
TVETA

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ ساختماني څانګې محصلینو ته د ساختماني د لیول کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د ساختمان د لیول کارۍ او د ساختمان د لیول کولو د څرنګوالي  په اړه په مفصله  توګه توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو هغوی د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي تر څو د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير پياوړی کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

BACK TO NEWS