د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دايکنډي ولایت له کرنې انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه پلاوي د د دایکندي ولایت په مرکز د حضرت علي د کرنې او وترنرۍ له انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه.
نوموړو په یادې لیدنه کې د دایکندي ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ټولې تحصیلي چارو او اسنادو څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه د یاد پلاوي لخوا مسوولینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې هم وړاندې شوې.
په همدې حال کې د دايکندي ولایت د کرنې او وترنري انسټيټوټ کارکوونکو او محصلينو خپلې ستونزې او ننګونې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره شريکې کړې دغه راز نوموړوي پلاوي د ستونزو او اړتياوو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.