د میدان وردګو ولایت د تنگي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت د تنگي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، او په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې کې یې خپل فعالیت پیل کړ.چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د کمپیوټر ساینس، اداره او مدیریت او برق په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ د ۲۰ جریبو په مساحت ځمکه لري چې تر اوسه یې ودانۍ نده جوړه شوې او د امام ابو حنیفه لیسې په یوه عمومي تعمیر کې خپلې تدریسي او اداري چارې د (۴) اداري او تدریسي خونو کې پر مخ وړي.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت د تنگي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي، یو (۱) تن معتمد او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۳) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د میدان وردګو ولایت د تنگي نور درې کثیرالرشتوي انسټيټوټ درې (۳) څانګې (کمپیوټرساینس، اداره او مدیریت او برق) لري چې (۷۵) تنه محصلین په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

یاد انسټيټوټ (۷۵) تنه محصلین لري چې هیڅ یو محصل هم د بدل اعاشې په لیست کې شامل ندی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.