د میدان وردګو ولایت د بهسودو مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت د بهسودو مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې د کرنې کسلکي لیسې په نوم تاسیس شو، او په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ په کچه وده ورکړل شوه، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ساختماني انجینرۍ، عمومي کرنې، اداره او مدیریت، او اقتصاد په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

د ودانۍ په اړه او اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:

ذکر شوی انسټيټوټ رسمي دولتي ودانۍ نلري چې د نوموړي انسټيټوټ د ځمکې مساحت چې د خلکو له لورې وقف شوې ۴۰ جریبه دی او ودانۍ یې په خامه توګه جوړه شوې نوموړی انسټيټوټ شپږ ۶ تدریسي او اداري خوني لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

یاد انسټيټوټ په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۶) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د میدان وردګو ولایت د بهسودو مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ څلور فعاله (۴) څانګې ( اداره او مدیریت، عمومي کرنه، ساختماني انجینرۍ او اقتصاد) لري او (۱۴۹) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د بهسودو مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ (۱۴۹) تنه محصلین لري چې له دې جملې څخه (۱۳) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.